د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې د سختو سیلابونو له کبله ۳ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان سیمهييز چارواکي نن( دوشنبې د چنګاښ۱۹مه)وايي، په دې پېښه کې څه کم اویا کورونه ویجاړ شوي دي او د کرنې ۵۰۰ هتکاره ځمکې یې ویجاړې شوې.
یادو چارواکو له مرکزي حکومت څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
دوی وايي چې د آمو سیند اوبه زیاتې شوې چې د خلکو کورونو ته یې ګواښونه مخامخ کړي دي او یو شمېر کورونه یې وران کړي دي.
ویل کېږي چې نېږدې سل کورنۍ د سیند هغېغاړه کې د تاجکستان لورې ته بېکوره شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دوشنبې سهار هم په بدخشان کې بارانونه ورېدل او چارواکي وايي ښایې حالات له دې هم ترینګلی شي.
دغه سیلابونه پرون ورځ په شکی، شغنان، یمګان او بهارک ولسوالیو کې رامنځته شوې.