د بغلان ولایت سیمهییز چارواکي یک شنبې( د وږي۱۸مه) ویلي دي چې شلو تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سیمهییزو چارواکو په خبره لسګونو طالب وسلهوالو د شنبې پر شپه د افغان ځواکونو پر پوستو په مرکزي بغلان کې برید وکړ.
په همدې حال کې یوې سرچېنې ویلي دي چې طالبانو د ملي اردو پنځه پوست، د پولیسو اته او همداراز شل کلي نسکور کړي دي.
چارواکو په رسمي توګه د دې راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د بریدونو مسوولیت منلی او څرګنده کړې یې ده چې یو شمېر افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.