د بغلان ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې طالبانو د د یوې کورنۍ پر موټر چې له کابل څخه د مزارشریف پر لور روان وه د پلخمري په چشمهشير سیمه کې ډزې کړې.
د طالبانو دې برید په پایله کې د دې کورنۍ دوه نارینه وژل شوي او ۵ تنه ښځې او ماشومان ټپیان دي.
ویل شوي دي چې دا کورنۍ مزار شریف ته یوه واده کې د ګډون په موخه روانه وه.
له بلې خوا طالبانو نن سهار(یکشنبې د غويي۱۰مه) د بغلانـکابل لاره د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.
یوې سرچینې ویلي دي چې طالبانو د یوه باروړونکي موټر سره لاره تړلې او د موټر چلوونکی یې هم له ځانه سره بېولی دی.
دا سرچینه وايي سره له دې چې د مسافرو کوچني موټر له دې لارې تګ راتګ کوي، خو طالبان د لارې له شاهخوا پرې ډزې کوي.