Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جان نېکلسن: کندز به بل ځل ونه پرځېږي

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن ډاډ ورکوي چې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په حضور کې، کندز به بیا ونه پرځېږي.

ښاغلي نېکلسن چې د ملي دفاع وزارت سرپرست او د کورنیو چارو وزارت له امنیتي مرستیال سره، کندز ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی وايي چې امریکايي ځواکونه د کندز د دفاع لپاره په دغه ولایت کې ځای پر ځای شوي دي او له افغان ځانګړو امنیتي ځواکونو سره به یو ځای،دښمن وځپي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«امریکايي ځواکونه دلته د کندز له خلکو د ساتنې ژمنه کوي او وايي چې دوی د ټولو افغانانو په وړاندې ژمن دي. نن چې موږ دلته یوو د امریکا ځانګړي ځواکونه په کندز کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او له دښمن سره جګړه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کندز ولایت ځینې برخې له امنیتي ګواښ سره مخ دي؛په کندز کې د ولایتي شورا غړو او سیمه‎ییز چارواکو موده وړاندې ګواښ کړی وه که‎چېرې د دغه ولایت وضعیت ته پاملرنه ونه‎شي، د هغه ځينې برخې به د درېیم ځل لپاره د مخالفو وسله‎والو لاسته ولوېږي.

خو په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ډاډ ورکوي چې کندز به بل ځل د مخالفو وسله‎والو لاسته ور نه شي.

ښاعلي نېکلسن په دې اړه وویل:« د کندز د پرځېدو په موخه د طالبانو هره هڅه ناکامه شوې ده. له دې امله ناکام شول چې له تکړه افغان ځواکونو په ځانګړې توګه کومانډو ځواکونه سره مخامخ دي، دا کسان له هېواده د دفاع په لاره کې ډېره هڅه کوي. زموږ د سږکالې ژمنه به هم همداشان وي چې کندز به سقوط ونه‎کړي.»

 په دې لړ کې د هېواد امنیتي چارواکي د یو لړ پروګرامونو خبره کوي او باور لري چې د دې پروګرامونو په عملي کېدو سره به د کندز ولایت وضعیت ښه شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست طارق شاه بهرامي تصریح کړه:«په ټول کې له شمالي لیکو څخه په بدخشان، کندز، تخار، بغلان، سرپل، فاریاب پوځي عملیاتو کې ستاسو امنیتي ځواکونه په ښه مسیر روان دي او انشاالله د افغانستان دفاع ته چمتو دي او ټولې هغه کړنې او فعالیتونه چې دښمن یې غواړي ترسره کړي او د ځان لپاره سترې ستراتېژیکې موخې جوړې کړې وي انشاالله چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه یې له ماتې سره مخ کړي دي.»

کندز د هېواد په شمال ختیځه برخه کې پروت ولایت دی چې تر نورو ډېر نا امنه دی، په تېرو دوه کلونو کې دا ولایت دوه ځلې د طالبانو لاسته ولوېده او ځو ځله په‎کې جګړې خپل اوج ته ورسېدې. تېره اوونۍ د طالبانو په یو لړ بریدونو کې د قلعه ذال ولسوالۍ وپرځېده.

شریک یي کړئ