د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ناټو او د هېواد ګاونډي یې د امنیت او د سولې د راوستو په کار کې ناکامه بولي او وايي چې حتا د ارګ د امینت په تأمین کې هم ناتوانه دی.
د حزب اسلامي مشر په دې باور دی چې حکومت او بهرني ځواکونه د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې به بریالي نه شي او د افغانستان د جګړې ستونزه به د خبرو اترو له لارې حل شي.
ګلبدین حکمتیار چې په خپل استوګنځي کې په وینا سره د حکومت ناتوانۍ داسې بیانوي.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:«له چا نه سوله غواړئ، له روسانو، له امریکا یا ناټو او یا هم له دغه شنېدلي دولت څخه؟ دغه دولت نهشي کولای د کابل امنیت ټینګ کړي او د ارګ د امنیت په ټینګښت کې هم عاجز دی.»
په اوسني وخت کې افغان ځواکونه د هېواد په ډېرو سیمو کې په جګړه بوخت دي خو د حزب اسلامي مشر د دغو ځواکونو بري ته د شک په سترګه ګوري.
هغه زیاته کړه:«دا هم یو حقیقت دی چې په دې جګړه کې نه دولت او نه هم بهرني ځواکونه کولای شي بریالي شي او دغه جګړه ګټونکی نه لري.»
خو ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو د توانمنۍ په اړه داسې نظر لري.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وايي:«دښمن چېرته دی؟موږ شپه او ورځ ورپسې ګرځو،تاسې باور وکړې چې موږ پر خپلو ځواکونو باور لرو هغو هغه څوک چې عقیده نه لري، اصلا نه بریالی کېږي.»
ښاغلی حکمتیار په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه مهمه لار، د سولې د ټینګښت په کار کې د افغانستان د ټولو قومونو په همکارۍ کې بولي او له قومي مشرانو غواړي پرې نه ږدي چې د دغو قومونو کوم غړی د حکومت او افغان ځواکونو په وړاندې ودرېږي.
د حزب اسلامي مشر د حقاني ډلې له مشر او د هغه تر لاس لاندې کسانو څخه هم غواړي چې د ځدراڼ قوم سولهيیزې پریکړې ومني.