عطا محمد نور، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ولسمشر له خوا د هغه د استعفا منظوري، یوه توطیه ده.
ښاغلی نور، کهڅه د چا نوم نه اخلي، خو زیاتوي چې ځينې کړۍ له حکومت څخه د هغه او د هغه د تړونوالو د لیرې کولو په هڅه کې دي.
هغه دغه څرګندونې نن د بلخ له مېرمنو سره د یوې ولسي غونډې په ترڅ کې وکړې او زیاته یې کړه:« د دوی موخه یوازې د بلخ څوکۍ نه ده، که موږ پوه شو چې د دوی د ځانځانۍ تنده، څوکۍ غوښتنه او تعصب او هغه شومې موخې چې لرلي، له همدې سره پای ته رسېږي. زه د بلخ ولایت څوکۍ دوی ته بښم، خو پوهېږم چې دوی دغه اډه وهي، تر وروستۍ اډې او کوچنۍ اډې او کوچنۍ څوکۍ او زموږ د خلکو څوکۍ، زموږ ډله له دې ځایه د افغانستان تر ټولو سیمو؛ دوی موږ نهشي زغملای.»
په ورته وخت کې، هغو مېرمنو چې په دغې غوڼده کې ګډون کړی وه، د ارګ او جمعیت اسلامي ترمنځ د شخړو له دوامه اندېښمنې دي.
یوه له دغو مېرمنو امنه وايي:«موږ وکړای شو چې کابل ته ولاړ شو او له هغو کسانو سره چې له تاسو سره مخامخ دي د سولې او مذاکرې له لارې ځکه چې تاسې هم سوله غوښتونکي یاست موږ غواړو چې دا موضوع له سولې او تفاهم سره حل شي.»
د بلخ اوسېدونکي پلوشه په دې اړه وايي:«غواړم له همدې ځایه والي صاحب او ولسمشر ته هم وړاندیز وکړم او ووایم چې دا موضوع د یوې ملي اجماع له لارې حل کړي ځکه چې دلته ملي ګټې دي.»
حکومت د عطا محمد نور د تازه څرګندونو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.