په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د معاونیت پلاوی (یوناما) وايي چې د افغانستان تمویلوونکو ژمنه کړې چې د ټاکنو د رای ورکوونکو د نوملیکنې د ۴،۲۸ مېلیونه ډالرو لګښت له ډلې ۹۰ سلنه یې ورکوي.
په هغې خبرپاڼه کې چې د یوناما لخوا رسنیو ته استول شوې راغلي دي چې د دغې مالي مرستې هوکړهلیک، نن «د پروژې بورډ» په دویمې غونډه کې ړ یوناما او د ټاکنو د خپلواک او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیونونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د خبرپاڼې پر بنسټ د یوناما د سیاسي څانګې مشر سکاټ سمت په دې اړه وویل:« دا د ټاکنو په بهیر کې د پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی او د ټاکنو کمېسیون به برلاسی کړي ترڅو خپلې پروګرامونه عملي کړي.»
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې یوناما د نړیوالې ټولنې په استازیتوب د افغانستان د ټاکنو د چمتووالي په ټول بهیر کې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
هغه وویل: « دا مهم نهدي چې په ټاکنو کې څوک ګټوونکی او څوک بایلونکی دی. په بریالیتوب سره د ټاکنو ترسره کېدل د ټولو افغانانو لپاره ارزښت لري. د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښودلې ده چې د رغنده نیوکو هرکلی کوي، خو دا کمېسیون د ټولو ملاتړ ته اړتیا لري.»
د بورډ پروژې لومړۍ ناستې د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اکتوبر په څلورمه نېټه ترسره شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له څه باندې یوې میاشتې راهیسې، مشر نهلري او د سرپرست له خوا اداره کېږي.
د غوراوي کمېټې، اوس تازه له داوطلبانو غوښتي چې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د غړیتوب لپاره، نوملیکنه وکړي.
دغې کمېټې په یوې خبرپاڼه کې چې طلوع نیوز ته یې استولې، د داوطلبانو لپاره یې څو ځانګړې معیار ټاکلي دي او ویلي یې دي چې د دغه بهیر له پای څخه وروسته (د مرغومې ۱۳ مه)، د وړ کسانو نوملړ به ولسمشرۍ ماڼۍ ته واستول شي.