Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په جګړه کې د امریکا زر میلیاردي ډالره مصرف

د برتانيې د فايننشل ټايمز د يوه څېړنيز رپوټ له مخې د افغانستان جګړې تراوسه د امريکا لپاره يو تريليون ډالر لګښت لرلی دی او ټاکل شوې ده واشنګټن په سلګونه ميليارد ډالر نور هم په افغانستان کې ولګوي.

ددغو څيړنو له مخې کابو ۸۰ سلنه دغه پيسې د بارک اوباما د ولسمشرۍ په وخت کې لګول شوي دي، خو له زرو ميليارد ډالرو څخه يوازې ۱۰۴ ميليارد د افغانستان دې بيارغونې په برخه کې لګول شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه ملک ستیز په دې اړه وویل: " د دې سربېر چې د افغانستان جګړه د امریکا ډېر مصرف لرونکې جګړه وه،خو په خوشینۍ سره چې د هغې پالې د یو سمې تګلارې له نشتون څخه او پاکستان په دغې جګړه کې د ویجاړونکي رول لوبه ولی دی. "

په دغه رپوټ کې د په لسګونه ميليارد ډالرو د بې ځايه لګولو يادونه شوې او يوازې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د ۶۲۰ ميليون ډالرو بې ځايه لګولو ته اشاره شوې ده.

د ۵۰۰ ميليون ډالرو په ارزښت د څو الوتکو پېرودل، د ۸۰ ميليون ډالرو په لګښت د افغانستان په شمال کې د کونسلګرۍ کې د تاسيساتو جوړول، د افغانستان په سويل لوېديځ کې د ۳۴ ميليون ډالرو په لګښت د يوې اډې جوړول، د پنځه ميليون ډالرو په ارزښت د کثافاتو د سوځولو د دستګاوو پېرودل، د درې ميليون ډالرو په ارزښت د افغانستان د کورنيو شبکو لپاره د تلويزيوني نشراتو د شپږو دستګاوو پېرودل، د درې ميليون ډالرو په ارزښت د افغانستان د سرحدي پوليسو لپاره د اتو کښتيو پېرودل او ويل شوي چې په افغانستان کې ۶۲۰ ميليون ډالر بې ځايه لګول شوي دي.

په ولسي جرګه کې د کنړ دخلکو استازي صالح محمد صالح په دې اړه وویل: " تر کومه ځایه چې زه پوهېږم دغې بې ځایه لګونې په ادارې فساد کې هم رول لرلی دی له همدې امله نن زموږ امنیتي ځواکونه د پرمختللو وسلو د نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي. "

د افغانستان د جګړې بل لوري يعنې طالبانو هم په سلګونه ميليون ډالر په خپلو جنګي فعاليتونو لګولي دي.

د شمېرو له مخې نشه يي توکي، په پاکستان او د خليج په هېوادونو کې له ځينو کړيو څخه د پيسو ترلاسه کول، له پوځي کاروانونو څخه باج اخيستل، د کانونو ناقانونه راايستل، عشر او زکات د طالبانو مالي سرچينې دي.

په دغه رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۵۶ ميليارد ډالر د کابو ۱۰ زره امريکايي او افغان پوځيانو د لګښتونو لپاره په پام کې نيول شوي دي او که لازم اقدامات په پام کې ونه نيول شي ددغو پيسو لويه برخه به هم بې ځايه ولګول شي.

د برتانيې د فايننشل ټايمز د يوه څېړنيز رپوټ له مخې د افغانستان جګړې تراوسه د امريکا لپاره يو تريلي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه