د پامیر شلمه فرقې د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د هېواد په شمال ختیځ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په پایله کې ۸ وسلهوال وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
د یادې فرقې رئیس ارکان، برید جنرال سیدباقر موسوي څرګندوي چې یاد شمېر ترهګرو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندز او تخار ولایتونو کې د بېلابیلو عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده زیاته کړې ده چې په دې عملیاتو کې دوه ترهګر نیول شوي او یو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ښاغلي موسوي د ترسره شویو عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.