Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۱۰ ترهګرو وژل کېدل

د ۲۰۹ شاهین قول اردو شنبې( د وري۲۶مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغان ځواکونو بېلابيلو پوځي عملیاتو کې ۱۰ تنه وسله‎وال وژل شوي او ۱۳تنه نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دا عملیات په کندز او فاریاب ولایتونو کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو د کندز په پنجشیرقشلاق او تلوکه کلیو او آلچین پله کې عملیات کړي او له امله یې ۷ مخالف وسله‎وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي.

همداراز د ۲۰۹ شاهین قول اردو خبرپاڼې وړاندې لیکلي، د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۳ مخالفین وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو د کندز په پنجشیرقشلاق او تلوکه کلیو او آلچین پله کې عملیات کړي او له امله یې ۷ مخالف وسله‎وال وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ