Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۴۳ وسله‎والو وژل کېدل

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ وسله‎وال د هېواد په بېلابېلو برخو کې وژل شوي دي.

د هېواد د کورنیو چارو وزارت (یک‎شنبې د غويي۱۰مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې په وژل شویو ۴۳ وسله‎والو کې ۱۷ د داعش غړي هم شامل دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیات د هېواد په کُنړ، میدان وردګو، ننګرهار، زابل، لوګر او کندز کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې ده چې په دې عملیات کې ۸ تنه نور وسله‎وال ټپیان شوي دي.

همداراز د وسله‎والو د وسلو او مهماتو له منځه وړو خبر هم ورکړل شوی دی.

خبرپاڼې د ملکي کسانو او افغان ځواکونو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ګډو ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ وسله وال وژل شوي او یو شمېر وسلې او چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي

شریک یي کړئ