Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۷۳وسله‎والو وژل کېدل

د کورنیو چارو وزارت نن(شنبې د غويي۲۳مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۷۳ وسله‎وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا عملیاتو په هلمند، کندهار، کندز، بدخشان، ارزګان، بادغیس، بغلان، بلخ او سمنګان ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د عملیاتو په ترڅ کې یو شمېر سیمې د وسله‎والو له شتون څخه هم پاکې شوې دي.

خبرپاڼې همداراز د بلخ ولایت د کلدارو ولسوالۍ لپاره د طالبانو له‎خوا د نومول شوي ولسوال، انعام‎الله له وژل کېدو هم خبر ورکوي.

د افغان ځواکونو دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ وسله‎وال ټپيان دي او ۱۱ تنه نور نیول شوي دي.

خبرپاڼې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد ۹ ولایتونو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو کې ۷۳ وسله وال وژل شوي او ۲۷ تنه نور ټپیان دي، همداراز د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼې د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ وسله والو له وژل کېدو هم خبر ورکړی دی

شریک یي کړئ