د فاریاب ولایت د المارو ولسوالۍ امنیه قومندان، محمدنسیم قاطع شنبه ماښام( د کب۱۴مه) د نوموړي په موټر کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د فاریاب پولیسو ویلي دي چې پېښه د یادې ولسوالۍ په چغاتک کې سیمه شوې ده او ماین د نوموړي د څوکۍ لاندې ځای پر ځای شوی وه.
پولیسو زیاته کړې چې په دې پېښه کې د قاطع موټرچوونکی هم ټپي شوی دی.
قاطع د جمعیت اسلامي ګوند یوه قومندان، جنرال غلام فاروق قاطع ورور دی.
پر ښاغلي قاطع مخکې له دې هم دوه ځله د المارـ میمنې لارې په اوږدو کې بریدو شوی وه، او دی ترې روغ وتلی وه.
طالبانو د دې پېښې مسوؤلیت پر غاړه اخیستی دی.