Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بلخ والي له استعفا وروسته د جمعیت انسجام شورا سره د غني لیدنه

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼې کې چې د پنچشبنې پر ماښام خپره شوې لیکي چې ولسمشر غني د اسلامي جمعیت د انسجام شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د ټولو مسوولیت دی چې خپل یووالی او اتحاد ثابت کړي.

په دغې لیدنه کې، د ولسي جرګې غړي سید اکرام الدین، قاضي رازمحمد دلیلي، پوهنوال رحیم بېګ یعقوبي او د ولسي جرګې غړي غلام فاروق مجروح د نورو په استازولۍ خبرې وکړې.

هغوی وویل چې اسلامي جمعیت په بېلابېلو تاریخي پړاونو کې د هېواد د ثبات او امنیت لپاره مبارزه کړې او قرباني یې ورکړې ده او د اوسني نظام د ملاتړ لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتوو دی.

د جمعیت اسلامي د انسجام شورا غړو ویلي چې جمعیت اسلامي یو ملي ګوند دی او ټول ملیتونونه په کې شامل دي.

هغوی زیاته کړه چې د اساسي قانون په سمون کې، تقرر، تبدیلي او تقاعد په دولت کې یو اصل دی او هغوی له هغه ملاتړ کوي.

هغوی همدارنګه څرګنده کړه چې د ځواکونو د ټاپوګانو شتون، څه دننه او څه هم له حکومته بهر، سولې او ثابت ته د زیان رسولو لامل کېږي.

د جمعیت اسلامي د انسجام شورا غړو له ولسمشر څخه وغوښتل چې د ځواکونو د دغو ټاپوګانو د مخنیوي لپاره هڅه وکړي او په دې برخه کې د حکومت له پرېکړو هرکلی کوي.

هغوی زیاته کړې:«موږ په څو تېرو لسیزو کې، د هېواد د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره مبارزه کړې او قرباني مو ورکړې او د اوسني نظام د ملاتړ په درشل کې زموږ هڅې دوام لري.»

د جمعیت اسلامي انسجام شورا وړاندیز کړی چې د دولت په بېلابېلو بسټونو کې د جمعیت اسلامي د انسجام شورا د موجوده غړو د ګمارنې په برخه کې دې اقدام وشي او د سولې په بهیر کې د هغوی له نفوذه دې کار واخیستل شي.

په دغې غونډه کې ولسمشر غني ویل چې اسلامي جمعیت د افغانستان د ټولو قومونو مشموله ګوند دی او زه دغه ګوند ته درناوی لرم.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي جمعیت د انسجام شورا تل د ټیګاو، امنیت او ملي یووالي ملاتړي وو او د دغه ملي دريځ له امله، هغه له دوی څخه منندوی دی.

ښاغلي غني وویل:«موږ ۴۰ کاله په کړکېچ کې تېر کړل، خو هغه فرصتونه چې د افغانستان د ګټې لپاره رامنځته شوي، تر دوه راتلونکو کلونو زموږ هېواد له کړکېچه بهر کېږي.»

هغه همدارنګه زیاته کړه:«ملي یووالی حکومت د وخت غوښتنه ده او زموږ ټولو مسوولیت دی چې خپل یووالی او یوموتۍ والی ثابت کړو.»

شریک یي کړئ