Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د حکمتیار د هرکلي د امنیت د تأمین لپاره د حکومت او حزب اسلامي هڅې

د حکومت او حزب اسلامي چارواکو نن پنجنشنبې(د سلواغې په ۲۱ مه)ویلي چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتلو د هرکلي لپاره د امنیتي ننګونو د لیرې کولو لپاره به په ګډه سره کار وکړي.

د سپیدار ماڼۍ د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي چې د دغو مراسمو د لمانځلو لپاره،یو مشخص ځای په به په پام کې ونیول شي ترڅو له امنیتي ګواښونو او د پلازمېنې د نظم د له منځه وړلو مخنیوی وشي.

حزب اسلامي او هم وايي چې په دې اړه یو لړ اندېښنې شته،خو ټینګار کوي چې د حکومت له پوځيانو سره په همغږۍ کې،کلک امنیتي تابیاوې به ونیول شي.

ټاکل شوې ده چې د حزب اسلامي مشر کلبدین حکمتیار به په څو اوونیو کې کابل ته راشي.

له همدې اوس څخه د دغه ګوند پلویان د خپل مشر د هرکلي لپاره تیاری نیسي، ترڅو په کابل کې پراخ مراسم ترسره کړي.

د حزب اسلامي ویاند حشمت الله ارشد په دې اړه وویل:«د افغانستان په پلازمېنه کې د خلکو ګڼه ګوڼه،په هغه لاره کې چې هغه کابل ته راځي، زښته زیاته ده.حزب اسلامي له امنیتي ځواکونو سره په ګډه،په دې برخه کې کلک تدابیر چې په توان کې یې وي نیسي.»

کابل چې له ډېرو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دی، خو له دې سره سره په هغه ورځ د امنیتي وضعیت د څرنګوالي په اړه اندېښنې شته.

حکومت هم په دې اړه د ځانګړو تدابیرو په لټه کې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه زیاته کړه:«په ټول کې امنیت یوه اندېښنه ده چې د خلکو امنیت ونیول شي او هغه لمانځنه چې ټاکل شوې ده د حزب اسلامي غړي یې باید ولري،منظم وي او په ګډه باید کار وشي ترڅو په هغې ورځ،هر څه په سمه په مخ ولاړ شي.»

خو څه باید وشي؟

پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل په دې اړه وايي:«په دې وخت کې،دومره ګڼې ګوڼې ته اړتیا نه‎شته.همدا چې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې یو هرکلی وشي بسنه کوي،د دې پر ځای چې په کوڅه او بازار کې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې شپږ ورځې مخکې د ګلبدین حکمتیار نوم د ملګروملتو د امنیت شورا د بندیزونو له نوملړ څخه وایستل شو، دا د سولې په بهیر کې د حزب اسلامي یو شرط و.

اوس هم حزب اسلامي او د ملي یووالي حکومت د دغه ګوند د بندیانو د خوشي کولو په لټه کې دی، په دې اړه د حزب اسلامي لخوا یو نوملړ هم برابر شوی دی.

شریک یي کړئ