Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د دفاع وزارت:په دوو وروستیو میاشتو کې ۱۰چورلکې پرځېدلي

د ملي دفاع وزارت مني چې په تېرو دوو میاشتو کې څه کم ۱۰ چورلکې پرځېدلې دي. فني ستونزې ، د چورلکو سمه نه رغونه او د پیلوټانو له اندازې زیات پروازونه د دغو چورلکو د پرځېدو لاملونه بلل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش له واشنګټن او ناټو څخه غواړي هر ډول چې کېږي د افغانستان هوايي ځواکونه باید په جنګي معیاري تجهیزاتو سمبال کړي.

ښاغلی رادمنش وايي:«هغه چورلکې لوېدلي،له ۱۰ څخه کمې دي،خو موږ د هغوی ډېری بېرته رغولې دي؛دوی په بېړه پر ځمکه ناسته کړې،یا په ټانکۍ یې مرمۍ خوړلې، او یا هم نور عوارض وو چې له خېمې سره یې ډکر کړی او یا هم نور عوارض چې د الوتکې په تخنیک پورې اړه لري.»

یوازې د هېواد په لویدیځ کې، په تېرو دوو میاشتو کې د ملي اردو لږ تر لږه درې چورلکې رالوېدلې دي.

د یوې دغې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ۲۰۷ ظفرقول اردو قوماندان جنرال محي الدین غوري ووژل شو.

پخواني پوځي عتیق الله امرخېل وویل:«له الوتنې څخه مخکې هغه ځایونه چې په تعلیم پاڼه کې،لیدل شوې نه وي،نسکورېږي.که‎چېرې پیلوټان له حده زیات ستومانه شوي وي،له حده زیاته الوتنه یې کړې وي او بشپړه انرژي ونه‎لري،د پرځېدو امکان شتون‎لري.»

د پوځ ډېرې چورلکې په روسیه کې جوړې شوې دي. د دغو چورلکو د ورکشاپونو جوړول د روسیې ژمنه وه، خو داسې ښکاري چې له واشنګټن او ناټو سره د مسکو د اړیکو په ترینګلتیا سره د دغو ورکشاپونو جوړول ځنډول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند وویل:«په همغې څېر چې الوتکې وڅېړل شي،د ورکشاپونو په نشتون،او د سټنډرډونو په دقیقه توګه نه رعایتول،دغه عوارض رامنځته کېږي،ځکه چې موږ دا امکانات نه‎لرو.»

د هېواد هوايي ځواک له بنسټیزو نیمګړتیاوو سره مخامخ دی، له کابل سره د ناټو او واشنګټن ژمنه دا ده چې افغان هوايي ځواکونه به د ناټو په معیارونو سمبال شي.

شریک یي کړئ