Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د زابل په شملزيو ولسوالۍ کې د ښوونځيو نشتوالی

دشملزو ولسوالۍ اوسیدونکی وایی پدي ولسوالۍ کی دپوهني بهیر په ټپه ولاړ دی اوپکی فعاله ښونځي هم دپوهني وزارت دنه پاملرني له امله تړل شوی دی .

دوي وایی د سیمي ښونځي ټول تړل شوی او د پوهني چاروکي ورته پاملرنه نه کوي .

دغه اوسیدونکی زیاتوی که چیرته پدی سیمه کی دغه سلسله دوام وکړي نو دوي اړ دی چی خپل ماشومان ګاونډي هیواد پاکسان ته واستوي

دسیمي اوسیدونکی دپوهني وزارت څخه دښونځيو دفعاله کولوغوښتنه کوي ،په ورته وخت کی دشاهجوۍ په ولسوالۍ کی هم دپوهني بهیر کمزوري شوی .دپوهني چاروکی دا ستونزه مني خو دبیا فعاله کول ژمنه کوي .

دزابل ولايت په شملزو ولسوالۍ کی ټول ښونځي دناامنیو له امله تړل شوی اودامهال پکي دپوهني بهیر په ټپه ولاړ دی .

ددې ولسوالۍ اوسيدونکي وايي دغه موضؤع يې څو ځله د پوهني له وزارت سره شريکه کړي ده خو د هغوی په وينا تر اوسه په دې اړه هيڅ اقدام ندی شوی.

ددې سيمي يوه اوسيدونکي وويل :« موږ نه ښوونځی لرو، نه استاد لرو او نه د ښوونځي لپاره ځای لرو، موږ به ډير خوشاله شو چې زموږ لپاره مکتبونه جوړ شي ،استادان راکړل شي او ښوونځي راته جوړ شي. »

بلخوا د شملزيو ولسوال هم د خلکو دغه څرګندونې مني خو وايي چې په دې اړه به بې پامې خطرناکه وي.

د شملزيو ولسوال وويل :« ددې ولسوالۍ ګډه پوله، د دولت د مخالفينو ګواښونه او ناامني هغه علتونه دي چې له مخې يې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي تړل شوي دي خو ډير ژر به دغو ستونزي اواري شي. »

د زابل د پوهني رئيس رحیم الله لودین وويل:« د شملزيو ولسوالۍ هغه ولسوالي ده چې زموږ څو ځله هڅه وکړه چې پکې ښوونځي پرانيزو خو سږ کال د بيلابيلو علتونو له امله دا ونشول چې ښوونځي پرانيستل شي، خو موږ هڅه کوو چې په راتلونکې کال کې په دې ولسوالۍ کې څلرويشت ښوونځي پرانيزو.»

د زابل د پوهني رئيس وايي ښوونځي په دې ولايت کې د ناامنيو له امله تړل شوي دي او ټاکل شويده چې په راتلونکې کال کې دغه ټول ښوونځي بيرته پرانيستل شي.

دشملزو ولسوالۍ اوسیدونکی وایی پدي ولسوالۍ کی دپوهني بهیر په ټپه ولاړ دی اوپکی فعاله ښونځي هم دپوهن

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه