Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شپږو ورځو په اوږدو کې د ګردیز دوه پوستې د طالبان لاسته ورغلي

د شپږو ورځو په اوږدو کې د پکتیا د مرکز ګردیز اړوند سیمو کې د پولیسو دوه امنیتي پوستې د طالبانو لخوا پرځول شوي دي.

د ګرډیز ځينې ښاریان په دغه ښار کې د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه د اندېښنې له څرګندونې سره وايي چې د شپې لخوا طالبان د ولایت په مرکزي سیمو کې لیدل کېږي.

 په همدې حال کې د پکتیا ولایتي شورا یو غړی د امنیه قومندانۍ پر رهبرۍ نیوکه کوي او وايي د امنیت په ټینکښت کې بې غوري کوي.

رحیم ګل وفادار دولتي مامور دی چې د پکتیا په مرګز کردیز کې ژوند کوي وايي د ولایت په مرکزي سیمو کې د شپې لخوا طالبان ګرځي چې دې وضعیت ښاریان اندېښمن کړي، په ځانګړي توګه د دولتي مامورینو ژوند یې سخت کړی دی.

دولتي مامور رحیم ګل وفادار په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ کور په ګردیز او د پکتیا پوهنتون ته نېږدې دی، د شپې له خوا وضعیت ډېر خراب دی او موږ نه شو کولای بهر ته ووځو.»

مرکز ګردیز اوسېدونکی سید جمال الدین اصف خېل وویل:«له یوې میاشتې راهیسې، په ګردیز ښار کې امنیتي وضعیت ډېر خراب شوی؛ امنیتي پوستې پرځېدلي او پولیسو ته مرګ ژوبله رسېدلې او وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي.»

په ورته وخت د پکتیا ولایتي شورا یو غړی د دې ولایت امنیه قومندانۍ مسوولین د ښار د امنیت په ساتلو کې پر ناغېړۍ تورن‎وي او له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د پولیسو په مشرۍ کې بدلون راولي.

د پکتیا ولایتي شورا غړی محمد رحمان قادري وايي:«د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ اوسنی مشرتابه د ښار د امنیت د تامین وس نه‎أري او له مرکزي حکومته غواړو چې د پکتیا لپاره نور امنیتي مسوولین واستوي.»

په همدې حال کې د پکتیا والي وايي طالبانو په خپل منځي غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړې چې د مرکز کردیز وضعیت خراب کړي خو شمیم ګټوازی ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې پوره چمتوالی لري.

پکتیا والي شمیم خان ګټوازی څرګنده وي:«طالبانو د ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته ی یوه غونډه جوړه کړه ترڅو د پکتیا امنیتي وضعیت له منځه یوسي، ځکه چې دغه ولایت سټراټېژیک موقعیت لري، خو امنیتي ځواکونه د دغې ډلې له خوا د احتمالي بریدونو د مخنيوي لپاره بشپړ چمتووالي لري.»

د دې خبر په تړاو مو هڅه وکړه د پکتیا د امنیه قومندان نظر واخلو خو پرې بریالي نشوو

د معلوماتو له مخې طالبانو د شپږو ورځو راهسې د پکتیا مرکز کردیز اړوند سیمو کې د پولیسو دوه امنیتي پوستې نیولي او ۸ پولیس یې په کې وژلي او  ادعا یې کړې چې د پولیسو له پوستو څخه یې یو شمېر درنې وسلې او یوه رینجر موټر هم له ځان سره وړي دي.

د پکتیا والي وايي طالبانو په خپل منځي غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړې چې د مرکز کردیز وضعیت خراب کړي خو شمیم ګټوازی ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې پوره چمتوالی لري.

شریک یي کړئ