د پکتیا ولایت سیمهييز چارواکي نن(چهارشنبې د غبرګولي۱۶مه) وايي چې طالبانو د پکتیا مرکز ګردیز کې د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.
د پکتیا د امنیه قومندانۍ ویاند، سردار ولی تبسم وایي، طالبانو تېره شپه د پولیسو دویمې امنیتي حوزې پر یوې پوستې برید کړی چې په ترڅ کې یې یوه سرتېري ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان دي.
د ښاغلي تبسم په خبره په دغه نښته کې دوه طالبان وژل شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.