د کورنیو چارو وزارت نن(دوشنبې دغبرګولي۲۲مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د طالبانو یو مهم غړی یې نیولی دی چې د کابل په بریدونو کې یې برید درلود.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو دا غړی له یوې اندازه چاودېدونکو توکو سره نیول شوی دی.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي دي:"د طالبانو مهم غړی، قاري محمدالله چې د ترهګریزو بریدونو مسوؤل دی، له ترهګریزو کړنو سره د مبارزې پولیسو لخوا د میدان وردکو په مارشال دره کې نیول شوی دی."
خبرپاڼه زیاتوي:"د طالبانو دا غړی نن سهار د هاوان لسو مرمیو او یو شمېر مهماتو سره نیول شوی چې غوښتل یې د کابل پر ارغندې چوک برید ترسره کړي."
نیول شوي کس په کابل کې یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې خپل لاس درلودل منلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو دې غړي منلې چې د کابل ارغندې چوک کې یې په راکټي برید کې لاس درلود. په دې برید کې دوه باروړونکي موټر په کې ویجاړ او شپږ ملکي کسان یې ټپیان کړل.