Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مسکو غونډه:طالبان باید د سولې خبرو اترو مېزته راوبلل شي

د چهارشنبې په ورځ(د سلواغې په ۲۷ مه) د مسکو د غونډه کې په ترڅ کې وغوښتل شول ترڅو طالبان د سولې د خبرو اترو مېز ته راوبلل شي.

د افغانستان په اړه د مسکو ۶ اړخیزه غونډه د روسیې،چین،ایران،هند،پاکستان او افغانستان د استازو په حضور کې ترسره شوه او د دغې غونډې اصلي بحث د سولې بهیر ته د طالبانو د هڅولو څرنګوالی وه.

افغان چارواکي وايي چې د مسکو په غونډه کې یې له دغه پیغام سره ګډون وکړ چې د سیمې هېوادونه د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان له سیاست څخه ملاتړ وکړي.

په دغې غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژي رییس اشرف حیدري په خپله وینا کې د افغانستان او سیمې په وړاندې د ترهګرۍ له جدي ګواښ څخه خبر ورکړ او وې ویل چې کابل هیله لري ترڅو د سیمې ټول هېوادونه په افغانستان کې د بشپړ امنیت د تأمین لپاره د دغه هېواد له هڅو څخه ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې په دغې غونډه کې امریکا او نورو لوېدیځ هېوادونه چې په افغانستان کې ځواکونه لري،بلل شوي نه وو.

ښاغلي حیدري ټینګار وکړي چې امریکا د افغان دولت د سیاسي او اقتصادي پروګرامونو مهم ملاتړې ده او کولای شي چې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په تينګښت کې رغنده ونډه ولري.

شریک یي کړئ