په پروان ولایت کې د یوه موتر نسکورېدو له امله ۱۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی او ۲ تنه نور ټپیان دي.
د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ ولسوال محمد صابر احمدي نن(یکشنبې د غبرګولي۷مه) وايي، پيښه تېره ورځ هغه مهال شوې چې یاد له غره څخه سیند ته وغورځید.
د نوموړي په وینا، د پيښې ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
له دې سره، د پروان د عامې روغتیا رییس بیا وایي چې په دې پيښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.