Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګل‌غونډۍ؛ مناسبتي ورځو کې د خلکو غوره تفرېح‌‌‌ځای

د پروان ګل‌غونډۍ ته د سیلانیانو د ورتګ زیات شوی دی.

سیلانیان د ارغوان غونډۍ په مناسبتي ورځو کې د تفریح او سرګرمۍ لپاره تر ټولو غوره ځای بولي.

دغې غونډۍ ته چې کورنۍ هم د تفرېح لپاره راځي وایي، د ارغواني ګلونو په غوړېدو سره دا سیمه د هېواد نورو تفریحي سیمو پرتله متفاوته او د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.

سیلاني محمد عارف عقیل طلوع نیوز ته و ویل: « په ګل غونډۍ کې تازه او پاکه هوا چې له دوړو او ګردونو پاکه ده روح پکې تازه کیږي او همدې طبیعي ښکلا ډېری خلک دلته راجذب کړي دي. خلک د تفرېح په موخه ګل غونډۍ ټاکي او دلته د چاریکار ښار ته راځي.»

سیلانیان وایي، دا چې په ډاډمنه فضا کې تفریح او سرګرمي کوي، خوښ دي.

د لوگر اوسېدونکي بهادر شاه و ویل: « له کابل څخه پروان ته راغلي یو چې د ارغوان ګلونه وګورو. دا د تفرېح لپاره ډېره ښه ځای دی.»

پلورونکي صدام و ویل: « اختر کې خلک د ارغوان ګلونو لېدو لپاره راځي، ګڼه ګوڼه ډېره ده او موږ هم د پېر او پلور لپاره دلته راځو.»

ګل‌غونډۍ د پروان مرکز چاریکار ښار په لویدیځ کې پرته یوه تفریحي سیمه ده، چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال کې د نامتو شاعر بهایي جان له لوري د ګل‌غونډۍ په نوم نومول شوې ده.

دې غونډۍ کې هر کال د ارغوان جشن نیول کېږي او دا جشن یوولس کاله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په رسمیت پېژندل شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه