د هرات د امنیتي خبرو اترو شپږمه غونډه نن جمعه (د تلې پر ۲۱ مه) د هرات ولایت په قلعه اختیار الدین کې ترسره شوه.
په دغې ناسته کې، د ایران، پاکستان، امریکا، برېټانیا، چین او هند استازو ګډون کړی وه.
دغه غونډه «د ملي دولتونو ونډې» له موضوع سره د افغانستان د سټراټېژیکو اړیکو د مطالعاتو د انسټېټیوټ له خوا جوړه شوې ده.
د افغانستان د ستراټېژیکو اړیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ مشر داوود مرادیان په دې اړه څرګنده کړه:«د دې لپاره چې موږ په راتلونکې کې د افغان پوځي ځواکونو او د سیمې هېوادونو ترمنځ همکاري ولرو، نو دغې موخې ته د رسېدو لپاره موږ لومړی باید خبرې اترې پیل کړو.»
د دغه پروګرام په بله برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی کای ایده، د دې غوندې یو ویناوال وه، د غونډې د اهمیت په اړه خبرې کوي.
ښاغلي ایده زیاته کړه:«اوسني سیاسي بحثونه تر ډېره ملي اجنډا ته ځانګړي شوي، ځکه په زیاتو هېوادونو کې د سیاسي بحثونو او واقعیتونو ترمنځ نه همغږي یو ګواښ وي. دا نه همغږي د نهیلي لامل کېږي او نظام ته زیان رسوي.»
د افغانستان د ستراټېژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ د مشورتي بورډ مشر رنګین دادفر سپنتا څرګنده کړه:«هغه څه چې موږ په افغانستان کې له هغه سره د ستونزې په توګه ورسره مخامخ یوو، چې موږ په ټولیزه توګه د ډموکراسۍ غوښتونکی غورځنګ نه درلود له همدې امله دی چې د دموکراسۍ د رامنځته کېدو لپاره په خپله هڅه کې له ستونزو سره مخ یوو.»
هرات چې د افغانستان فرهنګي پلازمېنه یاديږي. د هرات د امنیتي بحثونو د غونډې کوربه دی. هغه غونډه چې د دولتونو په اړه پکې ملي بحثونو کېږي او ننګونې معلومېږي.
په همدې حال کې د هرات والي محمد اصف رحیمي، وايي چې دا ډول غونډې کولای شي په سیمه د همغږۍ په رامنځته کولو کې ښه رول ولوبوي،خو ډېر ژر به پایلې ونه لري.
د هرات والي محمد اصف رحیمي په دې اړه وویل:«له شک څخه پرته دا شان غونډې او کنفرانسونه چې په هغه کې اکاډمیک او ملي شخصتیونه راغونډېږي او د نړۍ او سیمې په اړه خبرې کوي د مهمو نړیوالو پرېکړو کې اغېزناکه دي.»
له دې ټولو سره ټاکل شوې ده چې «د هرات امنیتي خبرې اترې» سبا ته هم دوام وکړي. ویل کېږي چې د دغې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د امریکا پر تګلارې، د ایران، پاکستان او افغانستان استازو هم خبرې وکړې.