Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد مهم وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي

د ملی شورا یو شمېر وکیلان او کاپوهان پر دولت له نیوکې سره وايي سره له دې چې د ملي یوالي حکومت له جوړیدو څه باندې دوه کاله تېریږي، خو اوس هم یوشمېر مهم دولتي بنسټونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي.

دوی زیاتوي، په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د کانونو او پترولیم وزارت برخلیک ته پام نه دی شوی، یو شمېر نور وزارتونه هم د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

د دولت په مهمو پوستونو کې د افرادو ګمارل، داسې موضوع ده چې د ملي یوالي حکومت د هوکړه‎لیک پر بنسټ د حکومت مشران باید پر هغې خبرې وکړي او هوکړې ته ورسیږي.

دولسي جرګې غړې، فوزیه کوفي وايي:«کابو ۹ وزارتونو مو د سرپرستۍ په حال کې دي چې دا وزارتونه مهم دي. دا وزارتونه کولی شي چې د بودجې لګښت، په وزارت کې پر فساد اغېزه ولري.»

ارګ په دې اړه د ویډیو يي نظر ورکولو څخه ډډه وکړه، په داسې حال کې چې د حکومت لومړي توب د مهمو چوکیو د برخلیک څرګندول بلل کیږي.

د سیاسي چارو کارپوه، هادي میران څرګندوي:«د کار یوه برخه په غوراوي کې سیاسي سلیقه ده، د وړتیا پر ځای شخصي سلیقه په پام کې نیول کېږي.»

په دې لړ کې د یوشمېر لوړ پوړو څوکیو بې برخلیکه پاتې کیدو اندیښنې رامنځته کړي دي.

اوسمهال د نورو بنسټونو تر څنګ د کانونو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونه د سرپرستانو لخوا اداره کیږي او هغه وزیران چې د ولسي جرګې لخوا بې واکه شوي ناڅرګند برخلیک لري.

پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړی، ابراهیم جعفري وايي:«د کانونو په برخه کې داسې قرارداد نشته چې باید پرې کار وشي کار شوی وي. له ورکړ شویو هوکړو هم سم څا نه کېږي.»
 
افغانستان په داسې حالت کې د کانونو وزیر نه لري چې تر دې وړاندې د «ګلوبل ویتنس» نړیوال بنسټ په راپور کې ویل شوي وو چې طالبان او سیمه‎ییز زورواکي د بدخشان ولایت د کانونو له غیر قانوني ایستلو له لارې میلیونونه ډالره عاید ترلاسه کوي.
 
د دولت په مهمو پوستونو کې د افرادو ګمارل، داسې موضوع ده چې د ملي یوالي حکومت د هوکړه‎لیک پر بنسټ د حکومت مشران باید پر هغې خبرې وکړي او هوکړې ته ورسیږي

شریک یي کړئ