Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۴۷ ترهګرو وژل کېدل

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۷ وسله‎وال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

یاد وزارت زیاتوي چې یاد شمېر ترهګرو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ننګرهار، ارزګان، لوګر، کندهار او پکتیا ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې ده.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې عملیاتو په ترځ کې د ترهګرو یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د  افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

یاد وزارت زیاتوي چې یاد شمېر ترهګرو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ننګرهار، ارزګان، لوګر، کندهار او پکتیا ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ