Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د وزیرانو شورا په غونده کې د حکیمي له نه حضوره د عبدالله غوسه

په اجراییه ریاست کې ځینې سرچینې وايي چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په وروستیو میاشتو کې د وزیرانو شورا په هېڅ یوه غونډه کې نه دی حاضر شوی او په دغو ناستو کې د ښاغلي حکیمي د ګډون هېڅ انځور په رسنیو کې نه دی لیدل شوی.

د عبدالله عبدالله له خوا د وزیرانو شوار د غونډې مشري،د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو د هوکړه لیک له موضوعګانو څخه یوه ده.دغه غونډه د حکومت د کار په پیل کې په اوونۍ کې یوځل ترسره کېو، خو یوه موده کېږي چې په دوه اوونیو کې یوځل ترسره کېږي.

ظاهراً د ځينو وزیرانو له خوا د وزیرانو شورا ته نه پاملرنې،اجرائيه رییس غوسه راپارولې ده هغه حتا د دوشنبې په غونډه کې د مالیې وزارت مرستیال ته خبرداری ورکړ که له دې وروسته کوم وزیر د کابینې په ناسته کې ګډون ونه‎کړي د هغه لپاره به د منلو وړ نه وي.

عبدالله عبدالله وویل:«هغه پېژندګلوی ته له درناوي سره چې له تاسو نه یې لرم،تاسو ته ښه راغلاست وایم او رپوټ ورکوم له دغې جلسې وروسته هغه وزیران چې په کابل کې وي او له کوم معقول عذر څخه پرته د وزیرانو شورا ته تشریف را نه وړي، زموږ چلند به متفاوت وي.»

د حج او اوقاف، کورنیو چارو، اقتصاد، سوداګرۍ، پوهنې، ملي دفاع، کرنې او فوایدعامې وزیران هم په وروستیو میاشتو کې دغو ناستو ته نه دي حاضر شوي، خو ځینې سرچینې وايي له اکیل حکیمي وروسته صلاح الدین رباني هم تر ډېره دغو غونډو ته نه حاضرېږي.

د سیاسي چارو شنوونکي اجمل بلوچ زاده په دې اړه وویل:«د خبرو مانا ده ده چې تراوسه هم د اجرائيه ریاست او ځینو وزیرانو ترمنځ اختلافات او سیالی شتون لري.»

د مالیې وزارت په دې هکله خبرو ته نه حاضرېږي، خو ولسمشرۍ ماڼۍ خبرداری ورکوي له هغو وزیرانو سره به قانوني چلند وشي چې د وزیرانو شورا په غونډو کې ګډون نه کوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان په دې اړه څرګنده کړه:«هر وزیر د قانون په وړاندې مسؤول دی او دندې داسې دي چې یوه کس ته مسؤول وي او بل کس ته نه وي.»

د مالیې وزیر په وروستیو میاشتو کې د وزیران شورا په هېڅ غونډه کې ګډون نه دی کړی چې مشري یې د عبدالله عبدالله له خوا کېږي چې دغه کار اجرائيه رییس یې غوسه کړی.

شریک یي کړئ