Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کندز اوسېدونکي:درې ولسي وګړي په شپنیزو عملیاتو کې وژل شوي

د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دولتي ځواکونو د چهارشنبې‎ شپې په شپنیزو عملیاتو کې د دغې ولسوالۍ په یتیم کلي کې درې تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

د یتیم کلي اوسېدونکی عبدالهادي وویل:«ماما مې او ښځه او زوی یې ووژل شول.د هغوی له کورنۍ څخه یوه نجلۍ او یو هلک ژوندي پاتې دي چې هغوی هم ټپيان دي نور د هغوی ټول کور ویجاړ شوی او په هغه کې هېڅ شی پاتې نه دي.»

بل اوسېدونکي هم وویل:«زه او خور مې ټپيان یوو او سهار روغتون ته لېږدول شوي یوو.»

له بلخوا د کندز د حوزوي روغتون رییس نعیم منګل وایي د پنجشنبې په ورځ د سهار په پنځو بجو له چهادرې ولسوالۍ څخه اوه ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.

هغه وویل:«هغه ټيپان چې روغتون ته لېږدول شوي دي ۷ تنه دي چې د هغوی یوه تن وضعیت ښه وه چې بېرته کور ته ستون شو خو شپږ تنه نور یې بستر دي،څلور تنه یې مېرمنې او نور یې نرینه دي خو د یوې ښځې روغتیايي حالت نازک دی.»

خو امنیتي چارواکي ملکي خلکو ته د زیان رسولو په اړه څه نه وايي او زیاتوي چې د چهاردرې ولسوالۍ په چرمګري او یتیم کلیو کې د ځانګړو ځواکونو د شپې په عملیاتو کې څوارلس ترهګر مړه او ټپيان شوي دي.

د پامیر شلمې فرقې د ارکان رییس بریدجنرال سید قربان موسوي وویل:«د ملي اردو د قطعاتو د ځانګړو شپنیزو عملیاتو په پایله کې چې تېره شپه د کندز ولایت په چهار درې ولسوالۍ د چرمګري او یتیم کلیو کې د دولت د مخالفینو د ځپلو او د افغانستان د خلکو د امنیت د خوندیتوب لپاره، ترسره شول.۶ تنه ترهګرل وژل شوي او ۴ تنه نور یې ټپيان او ۶ تنه نور یې هم نیول شوي دي د دغو عملیاتو په لړ کې د ماین جوړونې یوه ستره کارخونه هم ویجاړه شوې ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې په کندز کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله رسېږي، امنیتي چارواکي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې اصلي لامل په کورونو کې د ترهګرو ځای پرځای کېدل ګڼي.

شریک یي کړئ