Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوناما راپور هېواد کې د ملکي مرګ‎ژوبلې کچه ۳،۷سلنه زیاته ښیې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ پلاوي دفتر "یوناما" په ۲۰۱۶ زیږیدیز کال کې په افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ‎ژوبلې په اړه خپل نوی راپور د "په وسله‎والو نښتو کې د ملکي کسانو ساتنې" تر سرلیک لاندې خپور کړی او په دې راپور کې د ۲۰۱۶ زیږیدیز کال د جنورې په لومړۍ نیټې د ډسمبر تر ۳۱ ټول‎ټال د ملکي کسانو ۱۱۴۱۸ مرګ‎ژوبله ثبت کړې ده چې له ډلې یې ۳۴۹۸ تنه یې وژل شوي او ۷۹۲۰ تنه نور یې ټپیان دي.

دا راپور د تېر ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله د وژل شویو په شمېر کې د دوه سلنه کموالی او د ټپیانو په شمېر کې ۶ سلنه زیاتوالی ښیې.

راپور ښیې چې د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د داعش ډلې په بریدونو کې د ملکي کسانو د وژنې شمېر ۱۰ سلنه زیات شوی. همداراز په راپور کې ویل شوي دي چې داعش ډلې تر ډېره لا ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو په ځانګړې توګه د افغانستان شیعه‎ګان په نښه کړي دي.

یوناما په عبادت‎ځایونو کې د داعش ډلې له‎خوا په ۲۰۱۶ زیږیدیز کال کې د ۶ سلنې مرګ‎ژوبلې زیاتوالي په اړه اندېښنه لري.

په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ۸۷ تنه شیعه‎ګان وژل شوي او ۲۹۱ تنه نور ټپیان شوي، دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې کال کې د داعش ډلې لخوا شیعه‎ګانو ته اوښتې مرګ ژوبله ۴۲ وژل او ۱۴ ټپیان وو.

په دې راپور کې داسې راغلي دي:"دا شمېر ښیې چې د تېر ۲۰۱۵ کال په پرتله د ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې ۳ سلنه کمښت ښیې. له ۲۰۰۹ کال راهیسي وسله‎والو نښتو د ۲۴۸۴۱ تنو ژوند اخیستی او ۴۵۳۴۷ ته یې ټپیان کړي دي."

یوناما په دې راپور کې اشاره کړې ده د ځکنۍ جګړې اوږدېدو له کبله ملکي کسان په هغو سیمو کې چې باید امن ووسي جګړې ته راکاږل شوي او د جوماتونو، بازارونو، د استوګڼې ځایونو او د ولسوالیو پر مرکزونو هم ځانمرګي بریدونه شوي دي او د ملکي کسانو له ځایونو، لکه ښوونځي، روغتونونو څخه هم د پوځي مرکز په توګه کار اخیستل شوی دی.

د ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسي یوناما تر ټولو بګنونکی د ملکي کسانو شمېر د ځانمرګو بریدونو او چاودنو ثبت کړی دی او دا شمېر درې سلنه زیاتوالی ښیې.

د راپور په بله برخه کې راغلي دي:"د دولت وسله‎والو مخالفانو او دولت ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې تر ټولو ډېره جګړه د ملکي کسانو په سیمو کې شوې ده چې له امله یې ډېر شمېر ملکي کسان وژل شوي دي او دا بریدونه د ځانمرګو، په لاس د جوړو شویو بمنو او د هدفي وژنو له امله شوې دي."

په دې راپور کې کاږل شوي دي چې په ۲۰۱۶ کال کې تاوتریوالیو تر ډېره ماشومان زیانمن کړي دي، او په اړه یې ۳۵۱۲ پېښې د ماشومانو مرګ‎ژوبلې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۹۲۳ ماشومان وژل شوي او ۲۵۸۹ تنه نور ټپیان دي او دا شمېر له هغې مخکې کال  په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی ښیې چې د راپورونو له مخې تر ټول لوړ شمېر دی د ماشومانو په اړه.

په دې کال کې راپور د ښځو مرګ ژوبلې په اړه هم کاږي چې په ترڅ کې یې ۱۲۱۸ تنو ته مرګ‎ژوبله اوښتې او له ډلې یې ۳۴۱ وژل شوې او ۸۷۷ټپیان دي. خو دا شمېر د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۲ سلنه کموالی ښیې.

یوناما د افغانستان پنځه سیمې په ګوته کړې دي چې په کې ډېر شمېر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې لومړۍ یې د هېواد سویلي سیمې دي. د ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې شمېر ۲۹۸۹ تنو ته رسېږي چې له ډلې یې ۱۰۵۶ وژل شوي او ۱۹۳۳ ټپیان دي. او دا شمېر د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په پرتله ۱۵ سلنه زیاتوالی ښیې.

دوهمه سیمه هم د افغانستان مرکزي سیمې دي او په ۲۰۱۶ زیږیدیز کال کې ۲۳۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې له ډلې یې ۵۳۴ وژل شوي او ۱۸۱۴ ټپیان دي او دا شمېر ۳۴ سلنه زیاتوالی د مخکې کال په پرتله ښیې. همداراز په کابل کې ځانمرګي بریدونه ښودل شوي دي.

د یوناما راپور له مخې د دولت وسله‎وال مخالفین د ۶۱ سلنې مرګ‎ژوبلې مسوؤل ښودل شوي دي چې د دوی بریدونو له امله ۶۹۹۴ تنو ته مرګ‎ژوبله اوښتې ده، له ډلې یې ۲۱۳۱ تنه وژل شوي او ۴۸۶۳ تنه ټپیان دي.

طالبان د ۴۹۵۳ تنو د مرګ‎ژوبلې مسوؤل ښودل شوي دي.

د داعش ډله د ۸۹۹ تنو ته د مرګ‎ژوبلې مسوؤل بلل شوی چط له ډلې یې ۴۰۹ تنه وژل شوي او ۶۹۰تنه ټپیان دي.

نور ناپېژاند وسله‎وال هم د ۱۰۹۹ تنو د مرګ ژوبلې مسوؤل بلل شوي چې ۲۸۶ تنه یې وژل شوي او ۸۱۳ تنه نور یې ټپیان دي.

په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور ښیې چې ۳۴۹۸ تنه وژل شوي او ۷۹۲۰ تنه نور ټپیان دي

شریک یي کړئ