Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سیاف: سیاستوال دې په کندهار کې د ملي ګټو په خلاف پرېکړه ونه کړي

له هغې وروسته کله چې په کندهار کې د حکومت د سیاسي نقد کوونکو غونډه کندهار ته د بلخ د والي عطا محمد نور او د جنرال دوستم زوی د لېږد الوتکې ته د اجازې د نه ورکولو له امله وځنډول شوه، دغه کار له ځان سره ډېر غبرګونونه لرل.

یو پخوانی جهادي مشر او د افغانستان د حراست او ثبات شورا رییس عبد رب الرسول سیاف، د کندهار د غونډې په غبرګون کې وايي چې سیاستوال دې په دغې غونډه کې، داسې پرېکړه ونه کړي چې بې ځایه او د هېواد د ملي ګټو په خلاف وي.

د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل، د ولسي جرګې لومړی مرستیال، همایون همایون، د بلخ والي عطا محمد نور، د عبدالرشید دوستم مشر زوی او د افغانستان د ملي غورځنګ ګوند سرپرست باتور خان دوستم او د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی پر حکومت د نقد کوونکو له ډلو دي. ټاکل شوې وه چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه سلامشورې وکړي، خو دغه غونډه د ځینو لاملونو له امله جمعې ته وځنډول شوه؛ خو د دغې غونډې جوړونکو، نن په کندهار کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل چې ټاکل شوې ده چې دغه غونډه به د شنبې په ورځ جوړه شي.

ښاغلي صیاف په دې اړه طلوع نیوز ته وویل:«زموږ هیله دا ده، هره پرېکړه چې کوئ، هر کار چې کوئ، هر څه چې وایئ د حکومت ګټې پر ټولو شیانو غوره وبولئ.»

ښاغلی سیاف د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې د جوړېدو غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړه:«د اساسي قانون د تعدیل لپاره د لویې جرګې د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي ترڅو د افغانستان د خلکو استازي او مشران سره کېني د هېواد د نن او سبا په اړه، ښې خبرې ولري او پرېکړې وکړي.»

د افغانستان د حراست او ثبات شورا مشر د رڼو ټاکنو په ترسراوي ټینګار کوي او وايي چې د ټاکنو تګلاره دې د خلکو د غوښتنو پر بنسټ وي.

ښاغلی سیاف وايي:« په صادقانه او مخلصانه توګه کې دې رڼو ټاکنو ته دې زمینه برابره کړي، ځکه چې له رڼو ټاکنو څخه پرته نه ټاکنې څخه به هم خرابې وي.»

عبد رب الرسول سیاف وایي د افغانستان سیاسي مشران د خلکو غوښتنو ته ارزښت ور نه کړي خپله به تاوان وکړي.

شریک یي کړئ