Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شاهین قول اردو برید مخنیوي کې د ناغېړی له امله د چارواکو محکومول

پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو د ډلییز برید په مخنیوي کې د ناغېړی له امله څو پوځي چارواکي په مجازاتو محکوم شول.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي چې د یادې قول اردو قومندان تورن جنرال مومند کټوازی او د دې قول اردو رییس ارکان، برید جنرال عبدالرووف محتاج په یو یو کال بند محکوم شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په یوې بیانیه کې سې‎ښنبې ( د غبرګولي۲۳مه) راغلي چې د یادو چارواکو ترڅنګ د دوه سوه او نهم شاهین قول اردو د انجنیر آمر، د قول اردو د ګارنیزیون قومندان عزیزآقا، د دې قول اردو د ګارنیزیون د اوپراسیون آمر عبدالمجید او د ګارنیزیون د ساتونکو د تولی قومندان، لومړی بریدمن عصمت الله په درېیو کلونو بند محکوم شوي دي.

له دې سره، محکمې د قول اردو د کشف مدیر ډګروال فرهادالله ، د ګارنیزیون د قوتونو د خدماتو آمر رحم علي او د قول اردو د استخباراتو ضد بریدمل غلام نبي په دوو کلونو تنفیذي بند محکوم کړل.

د غويي میاشتې پر لومړۍ نېټه د ۲۰۹شاهین قول اردو په برید کې چې په پایله کې یې ۱۳۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۶۰ تنه نور ټپيان شول،د ۱۰ طالبانو له خوا چې د ملي پوځ جامې یې اغوستې وئ او په دوو رنجرو موټرو کې سپاره وو ترسره شوی دی.

بریدګر توانېدلي وو چې له څو پوستو تېر او ځان دننه قول اردو ته ورسوي او د ملي پوځ د افسرانو او سربازانو په ډلې چې د جمعې لمانځه د ادا کولو او همدارنګه د ډوډۍ د خولو په خونه کې سره راغونډ وو په ډزو سره ویشتي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، هغه مهال د  چې د دغو څېړنو په پایله کې، د ۲۰۹ شاهین قول اردو ۲۴ تنه منسوبان له دندو څخه یې ګوښه کړل شوي دي او ټاکل شوې ډېر ژر محکمې ته وکاږل شي.

د هېواد ملي دفاع وزارت وايي چې په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د برید په مخنیوي په موخه د ناغېړی په تور یو شمېر چارواکي په بند محکوم شوي دي

شریک یي کړئ