د افغان ترک ښوونځي چارواکي ادعا کوي چې امنیتي ځواکونه د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې په زور د افغان ترک یوه ښوونځي ته ننوتلي او ځينې ښوونکي او زدهکوونکي یې نیولي دي.
د افغان ترک ښوونځيو چارواکي، د امنیتي ځواکونو دا کار ناقانوني بولي او وايي چې امنیتي ځواکونه ښوونځي ته د ننوتلو جواز یې له ځان سره نه درلود او همدارنګه د خپل دغه کار په اړه یې په شبرغان کې د ښوونځي چارواکو ته څه نه دي ویلي.
د افغان ترک ښوونځيو مرستیال فواد حیدري په دې اړه څرګنده کړه:«دوی په زور ښوونځي ته ننوتل؛ په داسې حال کې چې د جوزجان والي له هغوی سره وه ځينې ښوونکي او زدهکوونکي یې ونیول او ځينې یې هم د امنیتي ځواکونو له خوا وهل ټکول شوي هم دي.»
خو د کورنیو چارو وزارت پر دغه ښوونځي د امنیتي ځواکونو د چاپې او د څو ښوونکو تر څنګ د زده کوونکو د نیونې په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې دا پېښه به وڅېړي.
د کورنیو چارو وزارست ویاند نجیب دانش وویل:«البته موږ دا موضوع په هر اړخیزه توګه څېړو؛ د کورنیو چارو وزیر په خپله د ولایت پولیسو ته دنده ورکړې چې دا پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي.»
تر دې وړاندې افغان حکومت له انقرې سره داسې تړون کړی و چې له مخې به یې د افغان - ترک ښوونځیو مدیریت د ترکیې معارف بنسټ ته سپارل کېږي.
ترکیه ادعا کوي چې افغان - ترک ښوونځي د فتح الله ګولن لخوا رهبري کېږي او دا هغه کس دی چې تروریستي فعالیتونه کوي او د استانبول پر اوسني حکومت یې کودتا کړې وه، خو د افغان ترک ښوونځیو مسوولان په هر ډول ترهګرۍ کې د خپلې ادارې لاس لرل ردوي.
څه موده مخکې هم کابل کې د افغان - ترک پر یو ښوونځي امنیتي ځواکونو چاپه وهلې وه او څو ښوونکي یې ترې بیولي وو.