یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړو په دغه بنسټ کې د خپل منځي ټاکنو په لړ کې، ګلاجان عبدالبدیع صیاد د خپل مشر په توګه وټاکه.
د دغې سرچینې په وینا، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ۷ غړو په خپل منځي ټاکنو کې، وسیمه بادغیسي د عملیاتي مرستیالې او معاذ الله دولتي د دغه کمېسیون د مالي او اداري مرستیال په توګه وګمارل شول.
ښاغلي صیاد له دې وړاندې د دغه کمېسیون غړی او ویاند وه.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني د روان کال په لړم میاشت کې، د دغه کمېسیون پخوانی مشر نجیب الله احمدزی یې له دندې لیرې کړل.
له هغې وروسته، د غوراوي کمېټې د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې د غړیتوب لپاره د نوماندانو د معرفۍ په کار لاس پورې کړ او بالاخره درې تنه یې ولسمشر ته معرفي کړل. از د دغو درې تنو له ډلې حفیظ الله هاشمي یې د جدي په ۲۳ مه د دغه کمېسیون د نوي غړي په توګه وګماره.