د ننګرهار ځايي چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د دولت مخالفینو د یوه مخابراتي شرکت ستنه سوځولې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دولت مخالفینو د مخابراتي شرکت یوه انټن ته اور ورته کړی دی.
هغه زیاته کړه چې په دغې پېښه کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت انټن له منځه تللی او چا ته زیان نه دی رسېدلی او مخالفان هم له سیمې څخه تښتېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې مخابراتي خدمتونو وړاندې کولو د پام وړ پراختیا لرلې ده او دغو خدمتونو دولتي او خصوصي شرکتونو ته زښت زیات عواید لرلي دي؛خو ویل کېږي چې دا د دولت مخالف وسلهوال دي چې د وېرې او ډار په رامنځته کولو سره د دغو شرکتونو عواید خپلو جېبونو ته اچوي کهچېرې دغه شرکتونو د دوی پوښتنو ته د نه ځواب ورکړي د هغوی مخابراتي ستنې په نښه کوي.
د مخابراتي چوپړتیاو د تنظیم ادارې مرستیال خیر محمد فیضي په دې اړه څرګنده کړه:«دغه ګواښونه له څلورو کلونو راهیسې دوام لري او د زیاتېدو په حال کې دي.»
مخالفین په هغو ځایونو کې چې ویجاړونکي فعالیتونه لري؛د ګواښونو په رامځته کولو سره غواړي د مخابراتي شرکتونو فعالیتونه پرې کړي او له دغې امله په دغو سیمو کې د شپې له خوا د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو وړاندې کول پرې وي.
په هېواد کې د ۵ زره او ۹۰۰ مخابراتي انټنونو له ډلې څخه ۳۰۰ انټنونه چې د هېواد په سوېلي،سوېل لوېدیځو او ختیخو برخو کې تر ګواښ لاندې دي.
د هلمند ولایت د مخابراتو رییس وايي چې په دغه ولایت کې د پنځو مخابراتي شرکتونو ۱۸۰ انټنونه شتونلري چې د هغوی یوه ستره برخه د مخالفینو پر غوښتنه فعالیت کوي او مخالفین له دغو شرکتونو څخه پیسې اخلي.
د هېواد په ناامنیو برخو کې خلک وايي چې د هوا له تیاره کېدو وروسته د ګرځنده ټلېفونونو د انټنونو زېګنالونه پرې کېږي.