Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عبدالله له ملګرو ملتونو پر طالب مشرانو د بندیز غوښتونکی شو

عبدالله د یکشنبې په ورځ (د لړم په ۷ مه) د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له مشر او غړو سره په لیدنه کې وویل چې طالبان د دغه هېواد بې ګناه خلک وژني او د افغانستان د بدبختۍ لامل دي، له همدې امله دغه ډله د هېوادوالو وژنکي شمېرل کېږي او باید د ترهګرې ډلې په توګه ورته وکتل شي.

هغه زیاته کړه هغه هېوادونه چې ترهګر په دوه ښه او بدو ډلو وېشي،دا به «یوه ستره تېروتنه» وي.

له بلخوا، د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې رییس وویل چې هغوی به د افغان حکومت ترڅنګ وي او د ګواښونو د مخنيوي لپاره به په ګډه کار وکړي او په افغانستان کې د سولې او تیګاو لپاره به هڅه وکړي.

د رپوټونو پر بنسټ، افغان حکومت په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې د طالب ډلې مشر او د دغې ډلې ځینې نور مشران د ملګرو ملتونو سازمان، د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي.

افغان حکومت، د طالب ډلې مشر او د دغې ډلې ځینې نور مشران د افغانستان ملي امنیت او د نړۍ امنیت ته جدي ګواښ بولي.

شریک یي کړئ