Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې وروسته له یوې اوونۍ افغان ځواکونو نوی کال ولمانځه

د غزني ولایت امنیه قوماندان د شنبې پر ورځ( د وري۵مه) وویل چې امنیتي ځواکونه له یوې اوونې راهیسې د نوروز د جشن د امنیت د ټینګښت په چاره بوخت وو، او اوس یې د نوروز جشن لمانځلو لپاره وخت پیدا کړ.

د غزنې امنیه قومندان، جنرال امین‎الله امرخېل څرګندوي:«دښمن ته مو وخت ورنکړ چې ۴۰ کړۍ جوړ کړل شوي ماینونه د غزني په ښار کې وچووي او ګډو امنیتي ځواکونو ۱۲ ماینونه شنډ کړل.»

ښاغلی امرخیل زیاتوي افغان ځواکونو د نوي کال په شپو ورځو کې هڅه وکړه چې د خلکو امنیت تامین کړي او ترهګرو ته د ورانکارو کړنو موکه ورنکړي.

دی زیاتوي:«موږ ژمنه کړې وه چې ټول خلک باید ډاډه ووسي چې موږ به دښمن ته وخت نه ورکوو تر څو په غزني ولایت کې بشري ضد کړنې ترسره کړي.»

په همدې حال کې هغه سرتېري چې د نوروز د جشن د مراسمو د امنیت په ټینګښت بوخت دي وو خبرداری ورکوي چې ترهګر به لمنځه یوسي.

یو تن سرتېری وايي:«پر هر ډول شرایطو کې چې وي موږ د ویني تر وروستي څاڅکي پورې مبارزه کوو او ترهګر د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې روحیه نلري.»

په دې مراسمو کې د غزني اوسیدونکو د نوروز په جشن کې د امنیتي ځواکونو لخوا د امنیت له ټینګیدو ستاینه وکړه او منیتي ځواکونه يې د ګلانو په ورکړې سره وستایل.

شریک یي کړئ