Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزني کې ۱۵ تنه د ولایتي شورا رئیس په ګډون واورو کلابند کړي

دغزني ولایت په ناور ولسوالۍ کې ۱۵ تنه د ولایتي شورا رئیس او دوو غړو په ګډون د واورو ډېر اورښت او ښویدنو کلابند کړي دي.

د غزني ولایتي شورا رئیس، خالق‎داد اکبري طلوع‎نیوز ته وايي چې هغه د ولایتي شورا دوو غړو او له خپلو ساتونکو سره د ناور ولسوالۍ ته د حالت ارزونې په موخه تلي وو، او اوس‎مهال د واورو ښویدنو له امله په ناور دښته کې بند پاتې دي.

له بلې خوا د ولایتي شورا نور غړي زیاتوي چې د واورو اورېدو له امله په مرکز ته د ډېرو ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د یوه بل خبر له مخې په غور ولایت کې د درېیو ورځو پرله پسې واورو اورښتو له امله د دې ولایت مرکز، فیروز کوه ته د ۹ ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

د غور ولایتي شورا غړي هم د لارو تړل کېدو له امله د خلکو له بد حالت څخه خبر ورکوي.

په همدې حال کې بدخشان هم د هېواد له سړو ولایتونو شمېرل کېږي چې د واورو اورښت له امله ستونزې په کې رامنځته شوې دي.

د غزني ولایتي شورا رئیس، خالق‎داد اکبري طلوع‎نیوز ته وايي چې هغه د ولایتي شورا دوو غړو او له خپلو ساتونکو سره د ناور ولسوالۍ ته د حالت ارزونې په موخه تلي وو، او اوس‎مهال د واورو ښویدنو له امله په ناور دښته کې بند پاتې دي

شریک یي کړئ