Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بېلابيلو ولایتونو کې د واورو اورښت له امله د ۲۸ کسانو وژل کېدل

په هېواد کې د تېرو ورځو د واورې ښویدو له امله ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۱۲ ولایتونو لارې بندې شوې دي.

له طبیعي پيښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي په ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه شوي او د یو شمېر غرنیو سیمو لارې بندې دي.

د یاد وزارت مرستیال، محمداسلم سیاس وايي:«په ۱۲ ولایتونو کې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې دي او په نورو ولایتونو کې ستونزې هوارې شوې دي او د هوا سمښت سره لارې پرانیستل شي.»

واورو او بارانونو په فاریاب، جوزجان، سرپل، بدخشان، غور، غزني، پنجشیر، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکندي، زابل او بغلان ولایتونو کې د تګ راتګ په مخ لارې بندې کړي دي او تر اوسه له دې امله شلو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وارو په ښویدو کې د ګیر پاتې شویو کسانو په ژغورنه کې د اړوندو ادارو په ناغیړۍ هم نیوکې شوي دي.
 
په ولسي جرګه کې د سرپل استازی، سیدحسین شریفي بلخابي څرګندوي:«د ظرفیت نشوالی، نه همغږي لامل شوې لارې بندې شي او د خلکو شکایتونه پورته شي.»

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، مهدي روحاني څرګندوي:«دا چې لارې خلاصې نه پرېښودل کېږي، دا یې لامل نه دی چې موږ پروګرام نه درلودو؛ له مخکې پروګرام وو او د واورو کمښت سره به لارو پرانیستل پیل شي.»

د واورې ښویدل د دې لامل شو څو د سالنګ، د حاجي کګ او اونی کوتلونه، او همداراز د کابل - غور، کندهار - ارزګان، کابل - غور، هرات - غور او د بدخشان د دولسو ولسوالیو ترمنځ لارې بندې پاتې شي همداراز له زیانمنو سره د مرستو بهیر هم ځنډول شوی دی.

د روان کال په واورو کې تر دې دمه ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ نور ټپیان دي.
 
له طبیعي پيښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي په ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه شوي او د یو شمېر غرنیو سیمو لارې بندې دي

شریک یي کړئ