Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غني د اسلامي هېوادونو سرمشریزې غونډه کې د ګډون لپاره ریاض ته ولاړ

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتو دفتر په هغې خبرپاڼه کې چې طلوع نیوز ته استولې ده ویلي دي چې د افغان ولسمشر اشرف غني د شنبې په مازدیګر (د غوايي په ۳۰ مه) د یوه دوه ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ولاړ.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې ولسمشر به د دغه سفر په لړ کې،د اسلامي ـ عربي هېوادونو او امریکا د سرمشریزې په غونډه کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه وړاندې کاږي چې ولسمشر غني، د سعودي عربستان له پادشاه ملک سلمان، د هغه هېواد له وليعهد او اسلامي – عربي هېوادونو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون کوونکو هېوادونو له مشرانو سره لیده ګاته به وکړي.

په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي،د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ریاست عمومي رییس عبدالسلام رحیمي،د بېخ بنسټونو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، په سیاسي چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد اکرم خپلواک او د عامه او سټراټېژیکو اړیکو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار شاه زمان میوندي په ګډون یو لوړپوړی پلاوی د ولسمشر ملتیا کوي.

شریک یي کړئ