ښاغلي غني په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو په فوق العاده غونډه کې، بیت المقدس د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د رسمیت پېژندلو په غبرګون کې وايي چې د بیت المقدس په اړه د اسلامي نړۍ اجماع او د اسلامي امت پاملرنه ځانګړې تاریخي شېبه او زړه خوشحاله کوونکې ده.
ښاغلی غني زیاتوي چې بیتالمقدس، له دې امله چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده، د نړۍ د مسلمانانو د پېژندنې زړی او د اسلامي تمدن څلی دی.
هغه د اسلامي هېوادونو د لا پیوستون لپاره پر رامنځته شوې موکې له ټینګار سره وايي چې باید د فلسطین له خلکو او حکومت سره د مرستې لپاره یو بشپړ او جامع پروګرام جوړ شي.
د افغان ولسمشر په وینا، د هر افغان زړه د هر فلسطیني ورور او خور د همدردۍ او خواشینۍ لپاره رپي.
ښاغلی غني زیاتوي چې د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیتالمقدس پېژندو په اړه د ډونلډ ټرمپ پرېکړه د نړیوالو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو له شدید غبرګون سره مخامخ شوی دی.
د ۵۷ هېوادونو مشرانو تېره ورځ په اسټانبول کې سره راغونډ شوي وو او د ډونلډ ټرمپ د دغه پرېکړې د غندلو ترڅنګ، اسلامي هېوادونه یې په دې اړه د بحث لپاره فوق العاده غونډې ته راوبلل.
ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړه چې ترهګریزې کړنې چې اصلي قربانیان یې مسلمانان په ځانګړې توګه د افغانستان خلک د، باید وغندل شي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده غونډې د یوه پرېکړهلیک په خپرولو سره د ولسمشر ټرمپ پرېکړه وغندله او هغه یې له نړیوالو قوانینو جدي سرغړونه او د سیمې د امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ وباله.
له بلخوا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، تېره ورځ د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د نړۍ له هېوادونو وغوښتل ترڅو بیتالمقدس د فلسطین د پلازمېنې په توګه وپېژندي.
هغه وویل چې امریکا باید خپله دا پرېکړه بدله کړي.
ښاغلی اردوغان د ډونلډ ټرمپ دا پرېکړه ترهګریزو اقداماتو ته یوه هڅوونکې پرېکړه وبلله او زیاته یې کړه چې د بیتالمقدس ښار د مسلمانانو لپاره سره کرښه ده.