د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مومند دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال د لاسلیک په تزویر او جعل په تور، په مزارشریف ښار کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو،خو نن (پنجشنبې د زمري په ۲۶ مه ازاد شو.)
په داسې حال کې چې د محمد اصف مومند کورنۍ د ده د خوشي کېدو خبر ورکوي خو د بلخ د والي ویاند وايي چې د اصف مهمند د نیولو څرنګوالي په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د لېږلي شوي پلاوي پلټنې دوام لري.
بل خوا د پکتیا پخواني والي جمعه خان همدرد زوی ګل رحمان همدرد د بلخ د والي ویاند څرګندونې چې ګواکي د سه شنبې په شپه د بلخ هوايي ډګر کې د جمعه خان همدرد پورې اړوند وسله وال کسانو د محمد اصف مومند د نیولو مخنیوی کاوه په بشپړه توګه رد کړې دي.
د دې سربېره د بلخ د والي ویاند دغه څرګندونې له ده سره د شخصي دوښمنۍ له اړخه بولي.
د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي دغه اختلافونه د خلکو په ګټه نه بولي او په دغه ولایت کې د امنیت په راوستو ټینګار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ولایتي شورا غړي محمد اصف مومند د نیولو څرنګوالي په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ ۹ کسیز پلاوی دغه ولایته استولی او د دغه پلاوي مشري د لوی څارنوالۍ د مرستیال په غاړه دی.