Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمود کرزی:د عینو مېنې ښارګوټي مراحل قانوني دي

د پخواني ولسمشر ورور او په کندهار کې د عینو مېنې ښارګوټي مالک محمود کرزي، د ولسمشر د فرمان په غبرګون کې چې ګواکې د دغه ښارګوټي فني او قانوني مراحل دې وڅېړل شي وايي چې د عینو مېنې د جوړښت ټولې مرحلې د قانون پر بنسټ ترسره شوي دي.

ښاغلي کرزي په دې اړه زیاته کړه:«یوازې عینو مېنه نه ده؛ دولت د ټولو سترو پروژو په اړه څېړنې پیل کړې دي او موږ هم په کندهار کې یوه پروژه یوو!هیله دا ده چې دا موضوع سیاسي نه وي.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني په هغه فرمان کې چې د روان کال د تلې په ۲۰ مه صادر کړی، لویې څارنوالۍ ته امر کړی چې له څو نورو دولتي ادارو سره په همغږۍ، د کندهار د عینو مېنې ښارګوټي قانوني او تخنیکي پړاونه وارزوي او د ۴۵ ورځو په اوږدو کې دې د ارزونې پایله ولسمشرۍ ته واستوي.

خو د دغه فرمان یوه نسخه، تېره ورځ طلوع نیوز ته رسېدلې

 اوس چې د ولسمشر غني له خوا د ورکړل شوي وخت ته یوازې یوه ورځ پاتې ده، لویه څارنوالۍ وایي استول شوی پلاوی لا هم کندهار کې دی او تر اوسه یې څېړنه پای ته نه ده رسولې.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په دې اړه څرګنده کړه:«د ولسمشرۍ ماڼۍ د حکومت پر بنسټ په ټاکلي وخت د دغې موضوع د څېړلو لپاره پلاوی وګمارل شو او کابو یوه میاشت وړاندې هم رسماً معرفي شوی، ترڅو د موضوع څرنګوالی وڅېړي.»

هغه زیاته کړه:«دم‎ګړۍ هم زموږ پلاوی په کندهار کې د دغې موضوع په څېړنه بوخت دی له دې ډېر مالومات او جزییات به د پلاوي له رپوټ وروسته رسنیو ته ورکړل شي.»

له دې ټولو سره د ولسمشر دې حکم  د عینو مېنې ښارګوټي اوسېدونکي او پانګوال اندېښمن کړي دي.

د دغه ښارګوټي یو اوسېدونکی وايي:«خلک وېرېږي ځکه چې بېلابېلې ګنګوسې دي ځینې وايي دا سیاسي موضوع ده. ځينې نور بیا وايي دا ځمکې غصب شوې دي.»

د عینو مېنې یوه بل اوسېدونکي زیاته کړه:«که‎چېرې سیاسي وي، موضوع بله ده. خو په خلکو او د هغوی په کار او بار یې اغېزه کړې ده، خلک لږ اندېښمن شوي دي.»

د کندهار عینو مېنې ښارګوټی د کندهار ښار شمال کې ۲۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او زرګونه کورنۍ په‎کې ژوند کوي.

د عینو مېنې ښارګوټی په هېواد کې له پرمختللو ښارګوټو څخه دی او کندهار ته یې ځانګړی رنګ ورکړی.

د عینو مېنې ښارګوټی د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور محمود کرزي دي او دغه ښارګوټی په هېواد کې له پرمختللو ښارګوټو څخه دی او کندهار ته یې ځانګړی رنګ ورکړی.

شریک یي کړئ