امریکایي مخکښ سناتور، جان مککین د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتونو د نوې تګلارې پر اعلانولو ټينګار کړی.
جان مکین له ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په اړه دې یوه بریالۍ تګلاره اعلان کړي.
ښاغلي مککین ویلي، د ټرمپ په مشرۍ د حکومت شپږ میاشتې تېرې شوي، خو امریکا لاهم داسې کومې تګلاره باندې کار نه دی کړی چې افغانستان کې بریالۍ وي.
دغه جمهوريپال سناتور د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې افغانستان کې د امریکا اته کلنه تګلاره د دې هېواد د خلکو او پیسو په بیه وه.
دا په داسې حال کې ده، چې سپینې ماڼۍ دوه میاشتې وړاندې اعلان کړی وه، افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو د جګړې پر تګلارې کتنه کوي.
سپینې ماڼۍ کې چارواکو ویلي وه، دا تګلاره به د جولای میاشتې تر نیمايي اعلان شي.
خو لا هم دا تګلاره نه ده اعلان شوې.