د غوڅ ملاتړ ماموریت اداري فساد د افغانستان کورنی دښمن ګني چې خلک وژني او افغانستان له ننه خوري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د قومندانۍ مسوؤل له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي اوقضايي مرکز د نوې ودانۍ د پرانستلو په مراسمو کې وايي د اداري فساد له امله سرتېري له خپلو پوستو تیښته کوي او افغان حکومت په کال کې په ملیونونه ډالره عواید له لاسه ورکوي.
رابرټ کایزر څرګندوي:«اداري فساد د افغانستان د خلکو دښمن دی او خلک وژني. له پوستو د پولیسو او سرتېرو د تېښتې لامل هم اداري فساد دی.»
عدلي او قضايي بنسټونه هم فساد د حکومت پر وړاندې لویه ستونزه بولي.
د سترې محکمې غړی، عبدالقادر عدالتخوا څرګنده کړه:«په جرات سره باید اعتراض وکړو چې لا هم د افغانستان د ټولنې او خلکو لویه ستونزه فساد دی.»
د لويې څارنوالۍ مرستیال، نورحبیب جلال زیاتوي:«لویه څارنوالي د فساد په مبارزه کې ژمنه ده او کله به هم شاتګ ونکړي.»
په افغانستان کې د برېټانیا سفیر، ډامینیک جیرمي وویل:«په هره برخه کې باید له فساد سره مبارزه وشي. برېټانیا د فساد سره د مبارزې له عدلي او قضايي مرکز له جوړولو ملاتړ کوي.»
دا مرکز به په راتلونکو ورځو کې د یو شمېر لوړپوړو چارواکو دوسیې وڅېړي.
له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ عمومي رئیس، الفمحمد عرفاني ووايي:«دلته به په بیلابیلو برخو لکه ملکي او پوځي، د لوړپوړو چارواکو دوسيو باندې کار کېږي چې یو شمېر یې بشپړه شوې او ژر به یې محکمه وشي.»
له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ودانۍ د برېټانیا په مرسته جوړه شوې ده، چې یوه برخه یې د کارکوونکو او بله یې دعلني محکمو په موخه چمتو شوې.