د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو قومندان، چې په ورک مشهور وه له خپلو پنځو ملګرو سره د خپل ماین چاودنې په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې پېښه هغهمهال رامنځته شوې چې یادو وسلهوالو غوښتل ماین ځای پر ځای کړي.
دا وسلهوال تېره ورځ شنبې(د سلواغې۳۰مه) د کوټ ولسوالۍ په بانډر کلي کې وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د داعش ډلې وژل شوي قومندان په ډېرو ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود او هغه یې طرحه کړې وې.