په هلمند ولایت کې د پریکنده ملاتړ ځواکونو په هوایي برید کې یو ۱۶تنه افغان سرتېري وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
دا چارواکي وايي چې برید تېره ورځ(جمعه د چنګاښ۳۰مه) وروسته له غرمې کابو ۳:۳۰ دقیقې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ په پارچو سیمه کې تر سره شوی.
ویل کېږي، کله چې افغان ځواکونو له مخالفو وسلهوالو سیمه نیوله ده، د بهرنیو ځواکونو الوتکو برید کړی دی.
د هلمند چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د سیمې نیولو په موخه له بهرنیو ځواکونو د مرستې غوښتنه کړه وه، خو کله چې یې سیمه نیولې او سره راټول شوي وو، بهرنیو ځواکونو برید کړی دی.
د پریکنده ملاتړ ماموریت د یوې خبرپاڼې په ترځ کې منلې ده چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د یادو ځواکونو په هوایي بریدونو کې څو افغان سرتېري وژل شوي دي.
د یادو ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې برید په اړه د افغانستان حکومت ته خبر ورکړل شوی وه.
پرېکنده ملاتړ ویلي دي چې اوسمهال د پېښې څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
په دې اړه مو اندونه