د هلمند ولایت ځايي چارواکي وايي چې د لښکرګاه ښار د پولیسو د ۵۰۵ قومندانۍ تهڅېرمه د یوه موټربم چاودنې په پایله کې د ملي پوځ ۱۴ سرتېري ټپیان شوي دي.
د والي د هلمند ویاند عمر ځواک په دې اړه وايي چې دغه چاودنه نن ۲:۴۰ دقیقې له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي پوځ یو کاروان د یوه پوځي ماموریت لپاره سره راغونډ شوي وو.
ښاغلی ځواک د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.
بلخوا هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.