Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د هلمند ولایت سیمه‎يیز چارواکي وايي چې د دې ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې لسګونه تنه طالب وسله‎وال وژل شوي او کابو دېرش تنه نور ټپیان دي.

چارواکي زیاتوي چې په وژل شویو طالب وسله‎والو کې د یادې ډلې مهم قومندانان هم شامل دي.

د هلمند والي، حیات‎الله حیات وايي چې دا پوځي عملیات د طالب وسله‎والو له منځه‎وړو په موخه شپږ ورځې مخکې پیل شول او لا هم دوام لري.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان، بریدجنرال والی محمد احمدزی همداراز څرګندوي چې د عملیاتو په ترڅ کې د مارجې ډېرې سیمې له وسله‎والو پاکې شوې دي.

په دې عملیاتو کې له هوايي ځواکونو هم کار خیستل شوی دی.

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې اوس‎مهال د یاد ولایت يه مارجې، ګرمسېر، نادعلي او سنګین ولسوالیو کې له طالبانو سره په نښته بوخت دي.

د هلمند ولایت سیمه ييز چارواکي وايي چې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۵ طالب وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي

شریک یي کړئ