د هلمند والي د رسنیو له دفتر خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان هوايې ځواکونو په هوايې بریدونو کې د ۴۵ تنه وسلهوالو له وژل کېدو خبر ورکوي.
خبرپاڼه کې راغلي دی چې د ا فغان ځواکونو دا عملیات لښکرګاه ښار ته نېږدې په بولان او سپينه کوټه سیمه کې ترسره شوي.
په دې عملیاتو کې د ۲۹ نورو طالب وسلهوالو له ټپي کېدو هم خبر ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دوشنبې هم د لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونو کې ۲۲ طالب وسلهوال وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
په دې برید کې د طالبانو دوه موټر هم له منځه تلي دی.
خبرپاڼې د بریدونو په اړه زیات جزئیات نه دي ورکړي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.