د هلمند ولایت سیمهييز چارواکي (نن سېشنبې د غبرګولي۲مه) تائيدوي چې ۶ افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دي.
د هلمند ولایت د پولیسو قومندان جنرال آقانور کینتوز وایي، یاد شمېر افغان پوځیانو ته د دې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې مرګژوبله اوښتې ده.
پېښه هغه مهال شوې چې یو شمېر طالب وسلهوال په سنګین ولسوالۍ کې پر یوې پوستې برید کړی.
ښاغلی کنټور زیاتوي چې طالبانو د یادو ځواکونو قومنداان، عبدالمالک په ټپي حالت کې له ځانه سره بېولی دی.